نړۍ

امريکا د روسيې او طالبانو ترمنځ اړيکې څيړ‌ي.

کابل- باختر د مرغومې دمياشتې ٩
دامريکا دبهرنيو چارو وزارت اعلام کړى دى چې د طالبانو او د روسيې دحکومت ترمنځ اړيکې څيړي.
دامريکا دبهرنيو چارو وزارت په دې وروستيو وختو کې اعلام کړى دى چې د طالبانو او د روسيې دحکومت ترمنځ اړيکې څيړي.
دغه خبر په داسې وخت کې اعلاميږي چې په دې وروستيو وختو کې جګپوړي روسي ديپلومات اعلام وکړ چې له طالبانو سره يې ارتباطي پل جوړ کړى دى چې د داعش په باب له يوبل سره اطلاعات تبادله کړي .
ضمير کابلوف چې دافغانستان په چارو کې د روسې د دولت ځانګړى استازى دى ويلي دي چې روسيه او طالبان د داعش په اړوند ګډې ګټې لري.
دغه راز داسې خبرونه شته چې ګنې د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين د طالبانو له يو مشر سره کتلي دي خو دغه خبرونه د روسيې د رسمي خبرځاينو له خوا نه دى تاييد شوى ، خو د روسيې د دولت ديو رسمي مقام په توګه د کابلوف څرګندونې په افغانستان کې غبرګونونه راپارولي دي او په کابل کې ددغه هيواد سفير دموضوع دڅرګندولو په مقصد دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت ته راوبلل شو ، خو ده د روسي ديپلومات څرګندونې تحريف شوى وبللې او دهغه پرخلاف يې د افغانستان له دولت څخه دخپل دولت په ملاتړ ټينګار وکړ خو اوس دامريکا دبهرنيو چارو وزارت وايي چې دکابلوف دڅرګندونو په باب تمرکز لري او له طالبانو سره د روسيې اړيکې څيړي، امريکا په تيرو ١٤ کلونو کې په افغانستان کې دتروريزم پرخلاف دجګړې رهبرى کوله . هغه جګړه چې د طالبانو او دالقاعده پرخلاف ترسره شوه او په دې جګړه کې څه ناڅه درې زره تنه امريکايي عسکر ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته