ټولنه

ديرغملو کورنۍ :که چيرې ديوديرشو تنو يرغملو دخلاصون لپاره جدي اقدام ونه کړي ځان ته اور اچوو .

کابل باختر د ثور  دريمه :
دهغو ديرشو تنو يرغملو کورنۍ چې له څه دپاسه شلو ورځو راپديخوا يې د کابل ښار په  زرنګار پارک  کې تحصن کړى دى وايي که چيرې دولت  له دې زيات ديرغملو دبرخليک په باب چوپتيا  ته دوام ورکړي او بې توپيره وي ځان ته به اور واچوي .
دوى وايي دخپلو يرغملو عزيزانو دغمونو ترڅنګ  دهمدې مودې په بهير کې  له لسګونو نورو ستونزو سره مخامخ شوي دي .
بوډا سړى عبدالحسين چې غم اوخپګان  ملا يې کړوپه کړې ده  وايي چې زوى  او ورور يې په يو ديرشو يرغملو کسانو کې دي .
  دى وايي زوى مې شپږ بچيان لري او دغه راز ورور مې له هغه وخت څخه چې يرغمل شوي دي ددوى دکورنيو ټول خرڅ  او لګښت زما په غاړه  شوي دي اوزه هم کار او کسب نه لرم دغه سړى  چې دخپلې کورنۍ دغړو دله لاسه ورکولو له امله انديښنې دده دوچلي  له داغونو څخه لوستل کيږي  وويل چې دولت دده دکورنۍ دغړو په خلاصون کې بې توپيره  دى،  ده دولت ته خبر دارۍ ورکړ که چيرې دده دکورنۍ دغړو برخليک معلوم نه شي ځان ته اور اچوي او دده په خبره دځان اودخپلو بچيانوله غم څخه خلاصوي .
دغه بوډا دتيرکال انتخاباتو ته په اشارې سره  وايي موږ دخپلو مشرانو دانتخاب په مقصد له امنيتي ستونزو اوګواښونو سره سره راى ورکړې او هغوى مو انتخاب کړل چې زموږ دسر او ناموس دفاع وکړي خو اوس هيڅوک  زموږ خبرې نه اوري .
  يوبل سړى  موسى چې زلمى زوى يې  ددغو يوديرشو  تنو يرغملو ترڅنګ  په لومه کې لويدلى دى وايي زوى يې جوالي و ورځنۍ کار يې دده د بچيانو دشپې ډوډۍ کيده .
  دى وايي زه په خپله  هم وزګاريم  او له هغه وخت څخه چې زوى يې اسير شوى دى دکورنۍ  غړي  يې دده دخپلوانو په وچې ډوډۍ سره ژوندي دي .
موسى هم ديرغملو دنورو کورنيو دغړو په شان غواړي له دغو ټولو دردونواو پړاونوڅخه وتښتي ، تيښته دابد لپاره .
  دغه يوديرش تنه  نږدې  دوه مياشتې مخکې دکابل _ قندهار  په لويه لاره کې دناپيژاندو يرغلګرو کسانو له خوا يرغمل شول .
دولت ددغو يرغملو دخلاصون لپاره خپلې هلې ځلې وکړې که يې پوځي عمليات ترسره کړل او کله يې هم له  يرغمل نيوونکو سره  دسيمه ئيزومشرانو منځګړيتوب  غوره وباله خو دغو هلوځلو  کومه نتيجه ورنه کړه آن  دمرګ اوژوندون  په باب ډير کوچني معلومات.
تيره اوونۍ جمهور رييس محمد اشرف غني ددغو يرغملودکورنيو له غړو سره  وکتل او ددغو يوديرشو تنو يرغملو دخلاصون په باب  دکار دپرمختګ په باره کې خبرې وکړې .
ديادونې وړ ده چې دولت ددغو يرغملو دخلاصون لپاره پراخ عمليات ترسره کړل چې له امله يې دوسله والو طالبانو دډلې دڅو تنو قوماندانانو په ګډون نهه شپيته  تنه طالبان ووژل شول او تراوسه پورې دهغوى دخلاصون په خاطر  په دغو عملياتو کې څه دپاسه شپږ مليونه امريکايي ډالره لګيدلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته