امنیت

لس تنه وسله وال طالبان په زابل کې په نويو جګړو کې ووژل شول

  دقلات ښار باختر دزمري دمياشتې  ١٢  :
په زابل ولايت کې په يوه هوايي بريد کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو نن سهار کله چې  په خپلو پټځايونو کې ديولړ تروريستي  او ډاراچوونکو فعاليتونو په سازمان ورکولو بوخت وو ، پرې هوايي بريد وشو.
دزابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر غلام جيلاني فراهي دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ په دې هوايي بريد کې چې دافغانستان دهوايي ځواکونوله خوا ترسره شو  لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ويل کيږي په دې هوايي بريد کې دطالبانو  دطالبانو يو پټنځاى په بشپړه توګه له  منځه تللى دى.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته