امنیت

ټپي امريکايي عسکر مړ شو

کابل  باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٥ :
يو امريکايي پوځي چې په افغانستان کې د طالبانو د راکټي بريد له امله ټپي شوى و، مړ شو.
په دغه امريکايي عسکر او دوو تنو نورو همکارنو يې په هلمند ولايت کې راکټي بريد وشو.
د امريکا دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره د دغه امريکايي عسکر مړينه تاييد کړه.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دغه امريکايي عسکر د ټپونو د ژورتيا له امله مړ شوى دى.
ويل کيږي، دوه تنه نور امريکايي پوځيان چې په دې راکټي بريد کې ټپيان شوي وو، تر درملنې لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته