امنیت

په ننګرهارکې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان ووژل شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې دويمه:-
د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان په ننګرهار ولايت کې د ځانمرګي بريد له امله شهيد شو.
په ملک تواب د خوږياڼيو ولسوالۍ بازارته څېرمه د يوځانمرګى يرغلګر له خوا بريد وشو او له خپل يو ساتوونکى سره شهيد شو .
په دې پيښه کې چې نن له غرمې مخکې وشوه؛ د پوليسو يو مامور ټپي شوى دى .
د ننګرهار د والي ويندوى احمد ضيا عبدالزي له باختر آژانس سره په اړيکه تاييده کړه چې په دې ځانمرګى له امله ملک نواب له خپل ساتوونکى سره شهيد شوى دى. ملک نواب په پرله پسې هلوځلو سره د تروريستي ډلو فعاليتونه په دغې ولسوالۍ کې لږ کړي و.
سيمه ييزمسوولين تاييدوي چې ده په دغې ولسوالۍ کې د تروريستي بريدونو په کمښت او د امنيت په تامينولوکې ستر رول درلود .
عبدالزي وسله وال طالبان د دغه ترورمسوول وبلل او ويې ويل چې د ملک نواب د ترور د عاملينو د نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته