قندهار د کب ٢٣ مه باختر
دوه وسله وال طالبان په قندهار کې د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول.
دغه پېښه تېره شپه د ارغنداب ولسوالۍ بازارته څېرمه هغه وخت رامنځته شوه چې وسله وال طالبان په يوه واټ کې د ماين په ښخولو بوخت وو.
په قندهار کې د ځانګړو ځواکونو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي: په دې چاودنه کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
پاى ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ