ټولنه

د جوماتونو او تکيه خانو عالمانو او واعظانو له خلکوڅخه وغوښتل چې خپل عملونه په دقت او تعقل سره ترسره کړي

کابل باختر دوري  دمياشتې ٧ :
د کابل او د هېواد د نورو ولايتونو د جوماتونو او تکيه خانو عالمانو، واعظانو، خطيبانو او ملا امامانو نن د جمعې د لمانځه له ادا کولو مخکې د ديني خطبو په ترڅ کې له خلکوڅخه وغوښتل چې په ورځني ژوندانه کې دې د تعقل، تفکر، شورا او مصلحت اصل ته پاملرنه وکړي.
د باختر آژانس د خبريالانو د خبرله مخې: 
د کابل  او د هېواد د نورو ولايتونو د جوماتونو او تکيه خانو خطيبانو او ملاامامانو  په کابل کې د وروستۍ پيښې په بيانولو سره چې د يو شخص تور لګول  او د خلکو غيرمنطقي او عجولانه کړه وړه د يوې مسلمانې نجلۍ د وژلو سبب شو؛ له خلکوڅخه وغوښتل چې په خپلو کارونوکې دې د تعقل، تفکر او دقت  اصل هېر نه کړي او هيڅکله په عجولانه ډول تصميم و نه نيسي .
دوى وويل چې اسلام د خير، صلاح او مشورې دين دى او په قرآن عظيم الشان کې  چې د مسلمانانو د ژوندانه قانون دى؛ په دې باب بې شماره آيتونه شته.
که چېرې د شهيدې خور فرخندې په باب طرحه شوې ادعا په آرامه او منطقي ډول او د ديني لارښوونو له په پام کې نيولو سره څيړل شوې واى او له دغې قضيې سره د تعقل له لارې چلند شوى واى؛ نن دڅو تنو لاسونه به ديوې مظلومې او بيګناه نجلۍ په وينو نه سره کيدل.
ملا امامانو او خطيبانو دغه راز وويل چې اسلام جامع او بشپړ دين دى او د نورو اديانو په نسبت د هغه برتري په بشپړوالي کې دى؛ ځکه هرې مسئلې او هرې ستونزې ته د حل لاره لري.
دوى دغه راز له خلکوڅخه وغوښتل چې د خرافاتو او د هغو عملونو په وړاندې چې د نفاق، فساد او تفرقې بوى ولري؛ لرې والى وکړي او هغه کسان چې په تعويذ ليکلو او جادوګرۍ سره د مسلمانانو ترمنځ فتنه او فساد رامنځته کوي؛ له ځان څخه لرې کړي او له هغوکسانوڅخه چې خپله ديني سواد نلري؛ د تعويذ اخستلو په ځاى د قرآن زده کړو ته پاملرنه ولري او خپلې ستونزې دې د قرآني لارښوونو په رڼاکې حل کړي.
د جوماتونو او تکيه خانو يو شمېرعالمانو او خطيبانو له نورو عالمانو او خطيبانو څخه وغوښتل چې خپلې دينې موعظې دې د اوسنيو شرايطو او وخت له مخې  عيارې او د يوې سالمې  ټولنې په جوړولوکې له خلکو سره مرسته وکړي.
دوى وويل: هغو اوباشو او لنډغړوکسانو چې د فرخندې  ژوند يې واخيست؛ له دينې لارښوونو څخه خبر نه وو. که چيرې خبر واى؛ په دغه شان ناوړه عمل يې لاس نه  پورې کاوه  او د يو مومن او مسلمان بچى مړى يې نه سوځاوه.
په داسې حال کې چې اسلام د انسان سوځول که څه هم د يوه غيرمسلمان سړي مړى هم وي؛ جايز نه بولي، په داسې حال کې چې دا عالمان دي چې خلک له خير او شر څخه خبروي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته