فرهنګ

باور ټولنیز او فرهنګي بنسټ څلور تنه ښوونکي وستايل

ګردیز باختر د تلې د میاشتې ۲۲ مه
په پکتيا کې باور ټولنيز او فرهنګي بنسټ د "څو څېرې، ډېرې ښېګڼې" تر عنوان لاندې په يوه غونډه کې څلور تنه ښوونکي د دوی د ښو خدمتونو له امله وستايل.
د باور بنسټ مسوولين وايي چې تر اوسه یې په بېلابېلو برخو کې ګټور فعاليتونه کړي او اوس یې د هغو کسانو، چې ټولنې ته یې په يو نه يوه برخه کې خير رسېدلی وي د ستايلو لړۍ پيل کړې ده.
د باور ټولنیز او فرهنګي بنسټ مشر استاد خالد حبیب د باختر اژانس سيمه ییز خبريال ته وويل چې دا لړۍ به جاري ساتي او له بېلابېلو سیمو څخه به د وړ شخصیتونو په پار ستاینغونډې جوړوي.
حبيب وويل :((څو څېرې ډېرې ښېګڼې، تر دغه نامه لاندې به د پکتیا په بېلابېلو ولسوالیو کې ورته څېرې په مشرانو او په ځوانانو کې هم ستایل کېږي او په ویاړ به یې ستاینغونډې جوړوي.))
هغه له پوهنې ریاست، ولايتي ادارې او اړوندو ادارو څخه وغوښتل، چې ښوونکي په کم معاش ډېر خدمت کوي،نو اړينه ده چې ښوونکو ته د استوګنې لپاره نمرې ورکړل شي او په دغه ولایت کې د خدای بښلي استاد محمد اکبر دولت زي په نوم یوه لېسه ونومول شي.
د ښوونکو په استازیتوب استاد احمد جان فیضي بيا د ښوونکي د سپېڅلې دندې په اړه خپلې تجربې او څو خوږې خاطرې له ګډونوالو سره شریکې کړې.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته