ټولنه

قومي شخړو د پرمختيايي پروژو مخه نيولې ده

کابل باختر د کب دمياشتې دريمه
قومي شخړو او د دولتي ځمکو غصب دپرمختیايي پروژو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.
دغه څرګندونې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د لغمان، لوګر ، کابل او د ننګرهار د ولایتونو د قومي مشرانو سره په کتنه کې وکړې، کوم چې د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ د عبدالرحیمزیو قوم ترمنځ د سرخکانو په سیمه کې د زنګور ښارګوټي پرسر د راپورته شوې شخړي د حل په موخه راټول شوي وو.
د لغمان ولايت د ولایتي  شورا غړي عتیق الله عبدالرحیمزي ، د قومي مشرانو په منځګړیتوب د راپورته شوې شخړې د حل په برخه کې د ولایت مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې زیانمن شوې او تیري کوونکي دواړه غاړې د قومي مشرانو له پرلپسې خبرو وروسته دې ته چمتو شوې چې شخړې ته دخبرو اترو له لارې دپای ټکی کیږدي،خوله دولت څخه غواړي ، هغه کسان چې په شخړه کې د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي؛ خوشې کړي.
د لغمان والي عبدالجبار نعیمي له قومي مشرانو  څخه چې د ستونزې د حل لپاره هڅې کوي، دمننې ترڅنګ له عبدالرحیمزیو قوم وغوښتل چې د ستونزې ددایمي حل او بیا پېښيدو د مخنیوي لپاره دې ولایت مقام ته قوي تضمین ورکړي او هم دې دلویو لارو د بندیدو ،غیر قانوني کړنو، غصب او تاوتریخجنو لاریونونو په کلکه ډډه وکړي.
والي وویل  قومي شخړې او د دولتي ځمکو غصب د دې لامل شوی چې دپراخو پرمختیايي پروژو دتطبیق مخه ډب کړي.
ده له ولسونو څخه وغوښتل چې نور قومي شخړو ته د پای ټکی کېږدي او ټول سره يو موټی شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته