نړۍ

د سريلانکا پر کلیساوو او هوټلونو باندې د چاودنې له امله ۱۰۰ تنه ووژل شول

کابل/باختر/ دثوردمياشتې١ نيټه
د سريلانکا پر کلیساوو او هوټلونو باندې چاودنوکې د رپوټونو له مخې څه ناڅه ۱۰۰ تنه وژل شوي او په سلګونو تنه نور ټپیان شوي دي. 
رپوټونه وايي: لږ تر لږه شپږ چاودنې ترسره شوې دي.
درې چاودنې په کوچچیکاډ نیګومبو او بټیکالوا کې د عیسویانو د ځانګړي اختر'ایسټر' پرمهال پرکلیساوو او درې نورې چاودنې د پايتخت کولمبو پرهوټلونو شوې دي.
د نن ورځې ایسټر مراسم په عیسوي کالیزه کې تر ټولو لوی مراسم ګڼل کېږي. 
یوه حکومتي وزیر مانو ګنیشان په سیمه کې خبریالانو ته ویلي، د کولمبو چاودنې دوی يې بوږنوږنکې وي. 
د سريلانکا رسنیو ویلي، ښايي په وژل شویو او ټپیانو کې بهرني سیلانیان هم وي.  
ځینو رسنیو د حکومت له خوا د اعلام شوې مرګ ژوبلې پرتله د وژل شویو شمېرډېر ښودلی دی.
تر اوسه د دغو چاودنو مسوولیت هېڅ کومې ډلې په غاړه نه دى اخيستى.
د سريلانکا جمهورئيس مېتریپالا سیریسینا په یوه خبرپاڼه کې پرخلکو غږ کړی چې آرام پاتې شي او له چارواکو څخه یې غوښتي چې په پلټنو کې همکاري وکړي. 
د مالیې وزیرمنګالا سماراویرا پر ټویټر لیکلي، دا د وژلو لپاره همغږي بریدونه ښکاري چې ګڼ شمېر بې ګناه خلک پکې وژل شوي دي. 
یوه بل وزیر هرشا دي سیلوا په کوچچیکاډ کې دچاودنې صحنه زړه بوږنوونکې بللې  ده چې په وینا یې، هر ځای مړي پراته وو. 
داسې وېره هم شته چې ښايي سريلانکا ته د داعش نومې ډلې جنګیالي  بېرته راستانه             شوي وي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته