سیاست

جمهور رئیس غني: طالبان افغاني پدیده نه ده

کابل_باختر د ليندى د مياشتې ١٩ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پرون د پاکستان په صدارت ماڼۍ کې د هغه هېواد له لومړي وزیر محمد نوازشریف سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې د دواړو هېوادونو پلاوي هم موجود وو، د پاکستان لومړي وزیر افغانستان ته د خپلو سفرونو د یادونې تر څنګ وویل، چې افغانستان خپلواک هېواد دی او موږ یې د خپلواکي بشپړ درناوی کوو.
لومړي وزیر وویل، په افغانستان کې یوازینی مشروع قوت د افغانستان حکومت دی، چې د هغه هېواد د خلکو په اجماع  د ولاړ اساسي قانون په چوکاټ کې خپلې چارې تنظیموي.
محمد نوازشریف په افغانستان کې ترهګریزو بریدونو ته په اشارې وویل، زه بیا هم وایم، چې د افغانستان دښمنان د پاکستان دښمنان دي، ځکه دا دواړه وروڼه او ملګري هېوادونه دي.
د پاکستان لومړي وزیر وویل، ” د اسیا زړه- استانبول پروسه“ کنفرانس د افغانستان کنفرانس دی او موږ خوښ یوو، چې د دغه مهم کنفرانس کوربه توب کوو.
جمهور رئیس غني د پاکستان له لومړي وزیر څخه مننه وکړه، چې د پاکستان د لوی درستیز او  نورو دولتي مقاماتو په ګډون د ده د هرکلي لپاره د اسلام اباد نړیوال هوايي ډګر ته ورغلي وو.
د هېواد جمهور رئیس وویل، په ۲۰۱۵ کال کې د ښو همکاریو او په سیمه کې د سولې او ثبات د تامینېدو په برخه کې مو زیات فرصتونه له لاسه ورکړل او ۲۰۱۶ کال لا معلوم نه دی، که چېرې وضعیت په همدغه ډول دوام وکړي، نو د همکاري او اعتماد فضا به هیڅ پاتې نشي.
جمهور رئیس وویل، په افغانستان کې د تېرو کلونو بریدونو او د نا امنیو په پېښو کې خلکو ته اوښتو زیاتو تلفاتود دغه هېواد د خلکو زغم اخیستی او هغوی یې  تر ډېره حده قهرجن کړي دي.
محمد اشرف غني د طالبانو پر وړاندې د پاکستان غبرګون ته په اشارې وویل، سره له دې چې تاسو د پاکستاني طالبانو پر وړاندې د عملیاتو خبره کوئ، خو تر اوسه د حقاني شبکې پر ضد تاسو هیڅ عملیات نه دي کړي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، چې حقاني شبکه او نورې ډلې د افغانانو د بې رحمه وژنو عاملین دي او له تاسو څخه موږ غواړو، د دوی پر ضد قوه استعمال او عملیات وکړئ.
جمهور رئیس غني وویل، که تر راتلونکي پسرلي پورې سمه همکاري وشي، شته ستونزې کمېدلی او د دواړو هېوادونو وضعیت او اړیکې ورسره ښې کېدلی شي. 
هغه زیاته کړه، کوم طالبان چې د جنګ پر ځای سوله غوره بولي، نو مذاکرات به ورسره وشي او هغوی چې د جنګ پلویان دي، موږ به یې پر وړاندې وجنګېږو.
محمد اشرف غني وویل، د افغانستان خاوره هیڅوک د نورو پر ضد نشي کارولی او نه هم موږ د نورو په څېر غیر حکومتوي ناسالمې ډلې پیاوړې کوو.
هغه زیاته کړه: د ملاعمر له مړینې وروسته طالبان په بېلابېلو ډلو وېشل شوي دي.
جمهور رئیس وویل، طالبان افغاني پدیده نه ده، هغوی سیمې ته ګواښ دی، چې  د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته خطر او تهدید پېښوي، نو پر وړاندې یې باید د واحدې ستراتیژي له مخې عمل وشي، ځکه په دوی کې د ښه او بد معیار وجود نه لري.
محمد اشرف غني وویل، ایا تاسو د طالبانو په هکله د دوی د چلند او که د دوی د تابعیت پر بنسټ د ښه او بد قضاوت کوئ، ځکه پاکستان په تېرو وختونو کې د افغانانو پر ضد جنګېدونکي طالبان ښه او د پاکستان پر ضد جنګېدونکي طالبان بد بللي دي.
جمهور رئیس غني وویل، د دوی د چلند او یا د اړوندو هېوادونو پر بنسټ په ښه او بد د طالبانو وېش یو ناسم وېش دی، نو د دغه وېش پر ځای دې د هغوی  پر وړاندې قاطع عمل او مبارزه وشي.
د هېواد جمهور رئیس د افغانستان د سولې پروسې ته په اشارې وویل، پایداره، باعزته او پر عدالت ولاړه سوله زموږ اساسي غوښتنه ده او د دې لپاره باید دا پروسه نوره د ژمنو او خبرو پر ځای په عمل او داسې میکانیزم بدله شي، چې پایلې یې د لمس وړ وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته