سیاست

دکاپيسا دولايتي شورا درهبرې هيئت غړي انتخاب شول .

کابل باختر دلړم څليرويشتمه :
محمدحسين سنجي دکاپيسا دولايتي شورا درييس، محمد محفوظ صافي دمرستيال او قاضي محمد امان مبارز ددغې شورا دمنشي په توګه انتخاب شول .
دکاپيسا له ولايت څخه دباختراژانس دخبريال د خبر له مخې ، دکاپيسا دولايتي ادارې دهيئت ددريم پړاو د دويم کال انتخابات نن دکاپيسا دوالي ، دملي  امنيت درييس امنيه قوماندان دهمغږۍ  دقوماندان او دمدني ټولنې درييس په ګډون ترسره شول چې په پايله کې  يې محمد حسين  سنجي دنهو رايو په ترلاسه کولو سره ديوې دورې  لپاره دکاپيسا دولايتي شورا درييس ،محمد محفوظ  صافي دپنځو رايو په ترلاسه کولو دمرستيسال او قاضي  محمد امان مبارز د نهو رايو په ترلاسه کولو سره دمنشي په توګه انتخاب شول . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته