ټولنه

دغور ولايت دلعل اوسرچنګل په ولسوالۍ کې دولسي تړون ملي پروګرام پيل شو

کابل باختر د غبرګولي اتمه :
دغور ولايت دلعل اوسرجنګل  په ولسوالۍ کې  دولسي تړون ملي پروګرام  پيل شو .
دغور ولايت دولسي تړون دپروګرام مسوول ګل زمان نايب باختراژانس ته وويل چې څه دپاسه ٣٩ مليونو افغانيو په لګښت ددغه ولايت دلعل اوسرجنګل  په ولسوالۍ کې به په راتلوونکو دريو کلونوکې پنځه پروژې پلې شي .
دغور والي غلام ناصر خاضع  وايي چې دلعل اوسرجنګل  ولسوالۍ  دپروژو دپلې کولو لپاره  مناسب ځاى دى او دې ته اړتيا ده چې نورې اساسي پروژې هم پلې شي .
په غور کې دولسي تړون  دپروګرام مسوول وويل  چې لومړى دغه پروګرام  دلعل اوسرجنګل  په ولسوالۍ کې او وروسته دشهرک او تولک په ولسواليو کې  پيليږي .
ده زياته کړه چې ددغه پروګرام په بشپړيدو  سره به  ٢٠٠٠ کورنۍ  په دغې ولسوالۍ کې له ښيګڼو څخه يې ګټه واخلي .
ټاکل شوې ده په نږدې  راتلونکې کې  دغور ولايت دشهرک او تولک په ولسواليو کې د  ٣٠  نوروپروژو عملي کار پيل شي .
  ختم_ شکريه – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته