سیاست

د خواشينۍ اوډاډ ګيرنې پيغام

د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت د جمهور رئيس حامد کرزي د خواشينۍ اوډاډ ګيرنې پيغام

 په ډيرې خواشينۍ سره خبر شوم چې د هيواد دمعارف يو پخوا ني خدمتګار او ښوونکى محمد عوض درګي د ورپيښې ناروغې له امله له دي فا ني نړۍ څخه ستر ګې پټي کړي دي .

انا لله و انا اليه راجعون

ارواښاد محمدعوض درګي کلو نه کلونه دهيواد په معارف کې دښوونکى په حيث کاروکړ اود ماليې اوسرحدا تو په وزارتونو کې دادارا تو دمعاون اورئيس په توګه دخپلو خلکو خدمت وکړ. دده مړينه يوه ضايعه ده

دخپلي خواخوږي اوډاډ ګيرنې مراتب دده کورنۍ ، دوستا نو اود کا بل ولايت د کوهدامن خلکو ته وړاندې کوم . الله تعالي دى وبخښي اوکورنۍ ته دى يې جميل صبر په نصيب شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته