سیاست

جمهور رئیس غني د ملي شورا له استازو سره روژه ماتی او ګډه ناسته لرله

کابل باختر د غبرګولي د ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي شورا استازو سره تير ماښام په ارګ کې د روژه ماتي او ګډې ناستې پرمهال هغوی ته د روژې دمبارکې میاشتې مبارکي وویله او د دغې میاشتې له برکته یې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین دعا وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس همدارنګه د ملي شورا استازو او ډاکټر فاروق وردګ ته د ولسي جرګې د استازي انجنیر شېرولي وردګ د شهادت تسلیت ووایه او د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د مزینې په حصارک جومات کې بمي چادونه، چې له امله یې د یاد جومات د ملا امام په ګډون یو شمېر لمونځ کوونکي شهیدان او ټپیان شول د افغانستان د دښمنانو جنایت وباله.
د هېواد جمهور رئیس امنیتي ارګانونو ته د شهید انجنیر شېرولي وردګ، د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند جامع جومات کې د بمي چاودنې د عاملینو او د هېوادوالو د یرغمل نیونکو د نیولو او عدلي او قضایي ارګانونو ته د هغوی د سپارلوپه خاطر لارښوونې وکړې.
محمد اشرف غني د افغان – هند دوستي بند (سلما) د ټول افغانستان ملکیت وباله او د ملي شورا له استازو څخه یې د یاد بند د پرانیستې پرمهال د تاوده هرکلي له امله مننه وکړه.
جمهور رئیس وویل، کجکي بند به په راتلونکومیاشتو کې ۱۸ میګا واټه برېښنا تولید کړي او هیله یې څرګنده کړه چې هره میاشت په افغانستان کې په انکشافي او نورو برخو کې د عملي پرمختګونو او لاسته راوړنوشاهدان واوسو.
د هېواد جمهور رئیس د درې ګونو قواو تر منځ همغږي وستایله او زیاته یې کړه، درې واړه قواوې په ګډه همغږي او د دندو او صلاحیتونو په تفکیک خلکو ته د خدمت، د اسلام دمبين دين د اساساتود تطبیق او د قانون د حاکمیت په موخه هلې ځلې کوي.
جمهور رئیس غني د وارسا راتلونکی کنفرانس د افغانستان لپاره د نړیوالو همکاریو او ملاتړ د جلبولو په برخه کې مهم وباله او څرګنده یې کړه، د درې ګونو قواو ګډ اقدامات، ټینګه اراده او وطن پالنه به د افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ لامل شي.
د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د انجنیر شېرولي وردګ د شخصیت او تعهد د ستاینې پرمهال جمهور رئیس  ته وړاندیز وکړ، چې اړوندو ارګانونو ته له ولسي جرګې سره په همغږي د انجنیر شېرولي وردګ د قاتلینو د نیولو او مجازاتو په موخه هدایت وکړي.
نوموړي د جمهور رئیس په نوښت د حکومت له انکشافي برنامو سره خپل ملاتړ اعلام کړ او ژمنه یې وکړه، چې ولسي جرګه به د وارسا کنفرانس د ښه ترسره کولو او د افغانستان لپاره د ښو پایلو لرلو په موخه خپلې هڅې او نظریات ونه سپموي.
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار جمهور رئیس ته د سلما بند د پرانیستې مبارکي وویله او هیله یې څرګنده کړه چې د جمهور رئیس د برنامو او هلو ځلو له برکته د افغانستان ټولې اوبه مهار او د افغانانو د ګټه اخیستنې وړ وګرځي.
نوموړي همدارنګه د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې د حکومت د قاطع او جدي دریځ غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، د افغانستان خلک د هغوی له ظلمونو او وحشتونو څخه ستړي شوي او امنیتي او دفاعي ځواکونه باید په مېړانه او زړورتیا د افغانستان دښمنان مات او نابود کړي.
د روژه ماتي او ملي شورا له استازو سره د جمهور رئیس دغه ګډه ناسته د ولسي جرګې د استازي مولوي تره خېل محمدي په دعایې پایته ورسېده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته