امنیت

دميدان وردګو والي په امنيتي پوستو کې له پوځيانو سره وکتل

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢٣  :
دميدان وردګو والي  داختر په ورځ  په دغه ولايت کې   له ميشتو پوځيانو سره   داختر مبارکي وکړه.
ځنډي ګل زماني په دې کتنو کې  دامنيتي پوستو دڅيړنې ترڅنګ  پوځيانو ته
يې داختر مبارکي وويله .
دميدان وردګو والي هغه پوځيان چې  دډار اچوونکو په وړاندې سرښندنې کوي چې دافغانستان خلک په امن کې  ژوند وکړي ددغه هېواد رښتيني اتلان وبلل.
ده په داسې حال کې امنيتي او دفاعي مقامات ورسره ملګري و ، دپوځيانو ستونزې يې  وڅيړلې او  ژمنه يې وکړه چې  دمرکزي مقاماتو په همکارۍ ددغو  نيمګړتياو په لرې کولو اقدام کوي.
په همدې حال کې پوځي مقاماتو په ميدان وردګو ولايت کې داختر په ورځو کې دامنيت دتامينولو په خاطر  له امنيتي اودفاعي ځواکونو څخه مننه او قدرداني وکړه ديوبل خبرله مخې : دميدان وردګو والي   په ميدان ښارکې  ددغه ولايت مرکزي روغتون ته لاړ اوله ناروغانو سره يې اختر مبارکي وکړه.
ده داختر دمبارکۍ ترڅنګ له ناروغانو سره نغدي مرسته هم وکړه  او دالله ج  له دربارڅخه يې هغوى  ته دسملاسي روغتيا هيله وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته