کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٥
په هرات ولايت کې پرون مازيګر دفوټسال سياليو په دوو لوبو سره دوام وموند.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيال الحق ضيا باختر آژانس ته وويل :
په دغو سياليو کې داتحاد ټيم دصفر په مقابل کې په څلورو سره دمولانا پرټيم او دخيام ټيم د دريو په مقابل کې په اووسره دعمران پرټيم بريالي شول.
دغه سيالۍ په هرات ولايت کې دڅلرويشتو ټيمونو ترمنځ ترسره شوې چې په دوام يې ټاکل شوې ده نن مازيګر د درخشان ټيم له خراسان سره او داميد جوانان ټيم له فانوس ټيم سره لوبه وکړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ