امنیت

دجوزجان ولايت د قرقين ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ډلې له خوا نومول شوى ولسوال ونيول شو

کابلباخترداسد٨
دجوزجان ولايت دقرقين ولسوالۍ لپاره دطالبانو دډلې له خوا نومول شوى ولسوال په ننګرهارولايت کې ونيول شو.
دملي امنيت د ادارې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دملي امنيت دلوى رياست موظفينو د وسله والوطالبانو د ډلې له خوا د جوزجان ولايت د قرقين ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال د بې کس په مستعار نامه پښتونيار چې د پيښور په علي پور کمپ کې يې ژوندکاوه؛ په ننګر هار ولايت کې د ځانګړو او پراتيفي عملياتو په ترڅ کې ونيوه.
ده په خپلو لومړنيو تحقيقاتوکې ويلي دي چې دشمالي وزيرستان په نظامي مرکزونوکې يې دپاکستاني ښوونکو له خوا دپوځي او تروريستي فعاليتونو لارې چارې زده کړې دي او کله چې د جوزجان ولايت ته روان و؛ د ننګرهار ولايت د  ملي امنيت د رياست د موظفينو له خوا وپيژندل شو او ونيول شو.
ديو بل خبر له مخې: په يو بل اقدام کې د ملي امنيت دلوى رياست موظفينو په محسن مشهور د وسله والوطالبانو دډلې ديو دولس کسيز ګروپ قوما ندان حبيب الله د ننګر هار ولايت د چپرهار ولسوالۍ په مربو طاتوکې ونيوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته