کابل باختر دزمري لومړي :
د کثافاتو له شتون څخه د ننګرهار ولايت د مرکز جلال آباد ښار د پاکولو او په دغه ښارکې د نظم د ټينګښت پروګرام هماغه شان دوام لري .
مسوولين وايي چې تراوسه پورې د جلال آباد ښار يوشمېر ساحې د کثافاتو له شتون څخه پاکې شوې او هم پلورنځيو اوکورنيو ته په لارښوونې سره په ښارکې نظم تامين شوى دى .
دغه پروګرام د جلال آباد ښاروالۍ له خوا رهبري کيږي او د ښاروالۍ د کارکوونکو ترڅنګ عادي خلک او د دولت کارکوونکي هم په داوطلبانه ډول پکې ونډه لري .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغه پروګرام په بهيرکې د جلال آباد ښار ځينې ساحې له کثافاتو له شتون څخه پاکې شوې دي او د پلورنځيو او کورونو ځينو خاوندانو ته د ښاري نظم د ټينګښت په خاطر لارښوونې شوې دي.
دغه پروګرام په بشپړه توګه د جلال آباد ښار دټولو ساحو ترپاکولو او په دغه ښار کې د ښاري نظم ترټينګښت پورې دوام کوي .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د يوکمپاين په ترڅ کې په جلال آباد ښار کې ځينې پلورنځي د سرغړونې په دليل جريمه شوي دي .
په دې پروګرام کې څوتنه ډوډۍ پخوونکي او د پلورنځيو خاوندان له قانون څخه د سرغړونې په دليل نغدي جريمه شوي او يا هم پلورنځي يې تر يوې مودې پورې تړل شوي دي .
په جلال آباد ښارکې د پلورنځيو د فعاليت د څرنګوالي د څيړنې پروګرام د دغه ښار د ښاروالۍ له خوا پرمخ بيول کيږي .
د جلال آباد ښاروال وايي چې د پلورنځيو د پلټنې پروګرام هماغه شان دوام لري.
0 1 دقیقه لوستل