سیاست

د صدارت په جامع جومات کې د شهيدانو د فاتحې مراسم پرځاى شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٤
د زمري د مياشتې په دويمه نيټه د شهيدانو په څلورلارې کې د شهيدانو روح ته د دعا په مناسبت نن د جمهوري رياست د لومړي معاونيت د مقام د دفتر له خوا د صدارت په جامع جومات کې د فاتحې مراسم پرځاى شول .
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دغو مراسمو کې چې د جمهوري رياست د لومړي معاونيت د دفتر رييس ډاکتر عنايت الله بابر فرهمند، د دوستم د خيريه مرکز رييس باتور دوستم او د جمهوري رياست د مرستيالانو د دفترونو يوشمېر کارکوونکو پکې ګډون درلود، لومړى د قرآن مجيد ختم وشو او بيا د فاتحې مراسم پرځاى شول .
په مراسمو کې د زمري د دويمې نيټې د زړه بوږنوونکې پيښې د شهيدانو روح ته دعا وشوه .
د دغو مراسمو په پاى کې د جمهوري رياست د لومړي معاونيت د مقام د دفتر رييس ډاکتر عنايت الله بابر فرهمند د باختر آژانس له خبريال سره په خبروکې د کابل ښار د شهيدانو په څلور لارې کې د زمري د دويمې نيټې د پيښې غمجنو کورنيو ته د جمهوري رياست د لومړي مرستيال د ژورې ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل او زياته يې کړه چې د جمهوري رياست لومړي مرستيال د افغانستان د خلکو د دښمنانو د دغه وحشيانه جنايت د غندلو په ترڅ کې د دغې پيښې ټولو ټپيانو ته د سملاسي روغتيا هيله کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته