کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٧ :
دملي اردو يو عسکر پرون دهلمند ولايت په مربوطاتو کې دښخ کړاى شوي ماين دچاودنې له امله شهيد شو.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ويندوى باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دملي اردو يو عسکر دهلمند ولايت دموسي قلعه ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيتي دندو دتر سره کولو په بهيرکې په واټ کې په ښخ کړاى شوي ماين وخوت او د چاودنې له امله شهيد شو.
1 د یوې دقیقې څخه لږ