ورزش

دافغانستان او دايرلند دکرکټ دملي ټيمونو پنځمه لوبه ترسره کيږي .

کابل باختر د چنګاښ  اته ويشتمه :
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم په خپلې وروستي پنځوس اوريزه لوبه کې  سبا دايرلند له ټيم سره لوبه کوي .
دکرکټ بورد دخپرونومسوول عزيز غروال نن دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه دوه ټيمونه خپله وروستۍ نړيواله پنځوس اوريزه لوبه سبا ترسره کوي .
دغروال دڅرګندونوله مخې دافغانستان دکرکټ ملي ټيم په څلورو لوبو کې چې مخکې يې ترسره کړې دي دوه  لوبې  ګټلي يوه لوبه يې برابره پاى ته رسولې او په يوه لوبه کې  يې ماتې خوړلې ده .
  که چيرې  دهېواد دکرکټ  ملي ټيم په وروستۍ لوبه کې هم بريالى شي دکرکټ دنړيوالې شورا په درجه بندۍ کې پرمختګ کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته