ټولنه

داردو دپوځيانو لپاره دکمپيوټري اومخابراتي مهارتونو دزده کړې پروګرام پاى ته ورسيد .

کابل باختر د وري شپاړلسمه :
دظفر قول اردو يوشمير منسوبينو کمپيوټري  مهارتونه او له مخابراتي تجهيزاتو څخه داستفادې زده کړې وکړې .
د ٢٠٧ قول اردو   درستيزوال  بريد جنرال ارکانحرب  راز محمد اورياخيل  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه افراد دتيرو دوو مياشتو په بهير کې  دکورني ښوونکو تر نظر لاندې مسلکي زده کړې  کړې دي
دملي اردو په قطعاتو  کې له کمپيوټري  او مخابراتي له تجهيزاتو څخه استفاده  ډيره ارزښتناکه  ده .
دظفر قول اردو درستيز وال  ددغو افسرانو فراغت تبريکي وويله او ددغو دورو شاملينو څخه وغوښتل چې نورو منسوبينو ته کمپيوټر ته دلاسرسي  دزده کړې په موخه نورو منسوبينو ته دتعليم او تربيې په پرمختګ  کې له خپلو تجربو څخه استفاده وکړي .
ديادونې وړ ده چې په روان کال کې دا دکمپيوټر ، مخابرې او دتجهيزاتو دکورس لومړۍ دوره ده چې دظفر قول اردو دمخابرې  په مديريت کې ترسره کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته