ټولنه

په روزګان کې د هندوستان هېواد له لوري د مرسته شویو غنمو د وېش لړۍ پيل شوه

ترینکوټ باختر د وږي ۵ مه
د هندوستان هېواد له خوا  افغانستان ته د ۱۵ زره ټنه غنمو څخه پرون په روزګان کې ۱۸۶۸ ټنه يې د جګړې پر زيانمنو شويو او نورو اړو کورنيو وويشل شوه.
د روزګان د والي مرستیال عطاءالله فضلي د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل  چې،مرسته شوي غنم به هغو کورنيو ته ورکړ شي چې د جګړو او ياهم د وچکالۍ له امله يي زيان ليدلي وي.
هغه زیاته کړه چې په نږدې راتلوونکي کې به اته زره ټنه نور غنم هم دغه ولایت ته ورسیېږي او په زیانمن شويو کورنیو به  وویشل شي.
په روزګان کې د طبعي پيښو پر وړاندې د مبارزي رياست مسوولين وايي د هندوستان له خوا څخه مرسته شوي غنم به د مرکز ترينکوټ تر څنګ په ۴ نورو ولسواليو کې هم پر جګړه ځپلو کورنیو وويشل شي.
په دغه ولایت کې د طبعي پيښو پر وړاندې د مبارزې رېیس عصمت الله فيض وايي چې د پوليسو په ليکو کې د قربانيانو کورنیو ته به ۲۰۰ کيلو ګرامه او نورو کورنيو ته به ۱۰۰ کيلو ګرامه غنم ورکړل شي.
په همدې حال کې هغه کورنۍ چې د غنمو مرسته یې ترلاسه کړې د هندوستان هيواد  په مرسته شويو غنمو خوښ دي او د نورو ګاونډيو هيوادونو څخه هم غوښتنه کوې چې افغانستان  سره دې د وسلو پر ځای د خوراکي او نورو هغو توکو مرسته وکړي کومو ته چې ډېره اړتیا لیدل کېږي.
روزګان د افغانستان يو له هغو نا امنو ولايتونو څخه دى چې د جګړو له امله په زرګونه کورني له خپلو سيمو څخه نورو سيمو ته ګډه شوي او مرستو ته اړتيا لري. پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته