نړۍ

دګاز دليږدونې په مقصد يو تړون دپاکستان اوترکمنستان دجمهورو رييسانو له خوا لاسليک شو

دپاکستان اوترکمنستان جمهورو رييسانو پاکستان ته دترکمنستان دګازو دليږدونې تړون په اسلام اباد کې لاسليک کړ چې له مخې يې ترکمنستان خپل هر متره مکعب ګاز دبازار له بيي څخه په سلو کې ديرش په کمه بيه په پاکستان پلوري .

دترکمنستان جمهوررييس قربان قلي بردي محمدوف دپاکستان له مشرانو سره دافغانستان ، هند، پاکستان او ترکمنستان ترمنځ دټايپي طرحي په نامه ددريمې پروژي داجرا کولو دچټکتيا اوتجارتي همکاريو په باب خبري وکړې .

دتايپي د موافقه ليکونو له مخې دترکمنستان ګاز دافغانستان له خاوري څخه پاکستان اووروسته هند ته ليږدول کيږي .

دغه موافقه ليک دتيرکال دليندي په مياشت کې ددرې واړو هيوادونو ، افغانستان ، پاکستان اوترکمنستان د جمهورو رييسانو حامدکرزي ، اصف علي زرداري اوقربانقلي محمدوف اودهند دتيلو دوزير ترمنځ دترکمنستان په عشق اباد کې لاسليک شو.

خو دهند موافقه ليک چې پرون لاسليک شو دپاکستان اوترکمنستان ترمنځ دوه اړخيز موافقه ليک دي چې له مخې يې ترکمنستان خپل ګاز دنل ليکي له لاري دافغانستان له خاوري څخه پاکستان ته صادروي.

ددغه خبرله مخې د ګاز دليږدونې نل ليکي ددغه موافقه ليک له مخې به چې څه ناڅه يو زرو اووه سوه کيلومتره اوږدوالي لري له کندهارڅخه به چمن ، ژوب ، ديره غازي خان اوملتان څخه به هند ته وغځوله شي ..

په همدي حال کې دافغانستان حکومت هيله لري چې دګازو دليږدونې ددغې نل ليکي غځول دافغانستان په اقتصادي ګټې برسيره داړوندو هيوادونو دنږدي کيدو او ددوي ترمنځ دباور دفضا دبرابرولو او دغه راز دسيمه ييزو همکاريوپه پراختيا کې هم ګټور وې.

دافغانستان دولت وايې ددغه موافقه ليک له مخې په کال کې دترکمنستان درې ديرش مليارده مکعب متره طبيعي ګاز افغانستتان ، پاکستان او هند ته ليږدول کيږي او افغانستان په بيلابيلو برخو کې داستفادي لپاره يو اعشاريه پنځه مليارده مکعب متره يې پيري .

ويل کيږي چې ددغې نل ليکي دغځولو کار ترراتلوونکو څلورو کلونو پورې بشپړيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته