امنیت

پاکستاني طالبان په يو جومات کې دماين جوړولو په وخت کې ووژل شول .

کابل باختر دزمري  دويمه :
څلور تنه وسله وال طالبان تيره شپه دغزني ولايت داندړو ولسوالۍ  دجوچه ها دکلي په جامع جومات کې دماين جوړولو په وخت کې ووژل شول .
  د٢٠٣تندر قول اردو ددريمې لوا يو تن افسر نظيف الله سلطاني باختراژانس ته وويل، دغه څلور تنه وسله وال طالبان چې ټول يې پاکستانيان وو په دې جومات کې په واټ کې دکارولولپاره په ماين جوړولو بوخت وو چې  دماين دچاودنې له امله په خپله ووژل شول .
دسلطاني  دڅرګندونو له مخې، په دې چاودنه کې دغه جومات هم شهيد شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته