پيښور باخترد وري دمياشتې ٥ :
دشمالي وزيرستان دقبايلي سيمې په مرکز ميرامشا ښار کې دپلټنې په يوې پوستې دپروني ځانمرګي بريد له امله دسردزيان شمير ٢٢ تنو ته ورسيد.
دباختراژانس دخبرله مخې، يو ځانمرګي بريدکوونکي په چاوديدونکي توکو بار خپل موټر دسرخدي چارو دسازمان دمامورينو داستوګنې سيمې ته څيرمه و چاوه چې له امله يې دسرپه دغو زيانونو سربيره ٣٥ تنه نور ټپيان شول.
ددغه بريد له امله زياترو قربانيانو دسرحدي چارو دسازمانونو دماموريت دامنيت په تامينولو پورې اړه درلود.
پخوا دپاکستان دکورنيو چارو وزارت مقاماتو ددغې پيښې له امله دسردزيان شمير اوولس تنه ښودلي و.
0 د یوې دقیقې څخه لږ