امنیت

يو وسله وال طالب ووژل شو او درې تنه نور طالبان ټپيان شول .

کابل باختر د زمري لسمه :
دنيمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو او دپوليسو دځواکونو ترمنځ جګړه کې يو طالب ووژل شو او درې تنه نور طالبان ټپيان شول .
دنيمروز ولايت  مرستيال قاسم خدري دباخترآژانس خبريال ته وويل : وسله والو طالبانو تيره شپه دنيمروز ولايت دخاشرود ولسوالۍ په  زري بلوڅي ساحه کې دپوليسو په پوستو  چې دولسوالۍ  دمرکز  په پنځه کيلومتري واټن کې دى بريدونه وکړل  چې دپوليسو دځواکونو دمقاومت  له امله يوطالب ووژل شو او درې تنه نور طالبان ټپيان شول .
ده زياته کړه چې په دې جګړه کې دپوليسو دوه سرتيري هم ټپيان شوي دي .
دنيمروز ولايت مرستيال زياته کړه چې وسله وال طالبان له درې ساعته جګړې وروسته شاوخوا غرونو ته وتښتيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته