ټولنه

داطلاعاتو اوفرهنګ اجيرانو ته دسواد دزده کړې پروګرام پيل شو

کابل باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت اجيرانو ته دليک لوست دزده کړې  کورس  نن ددغه وزارت دظرفيت دلوړولو دامريت له خوا پيل شو .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې  پوهنيارې  سيدې مژګان مصطفوي  ددغه کورس دپرانستلو په مراسمو کې دليک لوست دزده کړې  ازرښت ته اشاره وکړه او ويې ويل  دوزيرانو شورا مصوبه صراحت لري چې اجيران دې بايد دليک لوست دزده کړې په پروګرامونو کې تنظيم شي  او هغوى له دغه نعمت څخه برخمن شي
ديادونې وړ ده چې ددغه پروګرام په لومړي دوره کې ددغه وزارت  ٢٤ تنه اجيران شپږ مياشتې دليک لوست زده کړه کوي او دغه پروګرام  ليک لوست  زده کړې  دټولو اړوندو اجيرانو  ترلاس رسي پورې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته