امنیت

څلويښت تنه ډاراچوونکي په غزنې کې ووژل شول

کابل باختردتلې دمياشتې٢٨نيټه  :
دډاراچوونکو دقوماندانانو په ګډون څه ناڅه څلويښت تنه ډاراچوونکي  تيره شپه  په غزني ولايت کې ووژل شول.
په غزني ولايت کې دملي اردو وياد حنيف رضايي باخترآژانس ته وويل دغه ډاراچوونک په اندړو ولسوالۍ کې  په نويو جګړو کې وژل شوي دي چې دډاراچوونکو  څو تنه مشهور قوماندانان هم په وژل شويو کسانو کې شامل دي
دکوماندو دځواکونو وياند احمدجاويد سليم باخترآژانس ته وويل  چې دکوماندو ځواکونه دنورو ځواکونو په ملاتړ دډاراچوونکو دځپلو په مقصد داندړو ولسوالۍ ته استول شوي دي.
داندړو ولسوال قاسم ډيسوال دباختر آژانس له سيمه ييز خبريال سره په ټيلفوني اړيکه کې وويل چې دکومکي ځواکونو په رسيدو سره ددغې ولسوالۍ حالات ښه شوي دي  او له ځمکې او هوا څخه په ډاراچوونکو بريدونه شوي دي چې دښمن ته دسر دروندزيان اوښتى دى..
ډيسوال وويل چې په وژل شويو کسانو کې  بهرني  جګړه ماران هم شامل دي .
دا په داسې حال کې ده چې داندړو ولسوال رسنيو ته ويلي و چې دغه ولسوالۍ دوسله والو مخالفينو له خوا کلابنده  شوې ده.
پاى  ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته