کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٤ :
د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په هغو ګډوتعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونوکې د هېواد په بېلابېلو سیموکې ترسره شول، د ۲۶ تنو داعشیانو په شمول ۶۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۲۹ تنه نور ټپیان شوي دي .
د ملي دفاع وزارت د ویاند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دغه ګډ عملیات د پليو ځواکونو له خوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزنی، میدان وردګو، قندهار، روزګان، زابل، بادغیس، کندز، بدخشان، فاریاب او د هلمند د ولایتونو په مربوطاتو کې ترسره شوي دي.
دغه راز په دغو عملیاتوکې د دښمن یوه اندازه وسلې، مهمات او ۲ موټرسایکلونه له منځه وړل شوي دي .#
0 1 دقیقه لوستل