امنیت

درې تنه وسله وال طالبان په بدخشان کې د سولې له بهير سره يوځاى شول

فيض آباد باختر دوږي دمياشتې لومړۍ نيټه  :
دبدخشان ولايت په تګاب ولسوالۍ کې پرون درې تنه وسله وال طالبان د سولې له بهيرسره يوځاى شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتو د آمريت مرستيال جګړن نصرت الله  جمشيدي باختر آژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان له دريوکلاشينکوفونو سره د بدخشان ولايت د تګاب ولسوالۍ په کتوبالاى کلي کې د افغان امنيتي ځواکونو په وړاندې له  جګړې څخه لاس واخيست او د سولې له بهيرسره يوځاى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته