اقتصاد

دتاجکستان دګمرک مامورينو دافغانستان دتازه ميوې صادرات منع کړل .

-کابل باختر د زمري  اوولسمه :
دتاجکستان  دګمرکو  مامورينو دافغانستان دتازه ميوې صادرات له دغه هېواد څخه روسيې ته اجازه ورنه کړه .
په کندز کې يوشمير افغان سوداګر دباختر اژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې په دې وروستيو کې ددوى څو موټره تازه ميوې له منځه لاړې . هغوى ادعا وکړه چې په لسګونو ټنه  خټکي  منځني اسيا ته صادرول   چې دشيرخان بندر اخوا دتاجکستان دګمرک  دمامورينو له خوا ودرول شول اوله څو ورځو وروسته ټولې ميوې ورستې اوله منځه لاړې .
  دکندز ولايت دسوداګرۍ دخونو عامل مدير مسعود وحدت رسنيوسره په مرکه کې دافغان سوداګرو ددغې ادعا په تاييدولو سره زياته کړه چې څه ناڅه شل ټنه تازه ميوه له هغې جملې  څخه د کندز ختکي  په څو لاريو موټرو کې بار شوي وو .
او ټاکل شوې وه تاجکستان او له هغه ځاى څخه دمنځني اسيا هېوادونو ته صادر شي چې دتاجکستان دګمرک مامورينو دصادريدو مخه يې ونيوله او ټوله ميوه له منځه لاړله .
ده زياته کړه  که چيرې مرکزي دولت دغه ستونزه حل نه کړي کروند ګراو سوداګر به له دې ناحيې څخه  سخت زيانمن شي
  په کندز کې سيمه ئيز مسوولينو په دې باب څه نه دي ويلي او دتاجکستان قونسلګرۍ  چې تيرکلونه يې په کندز کې وه او دغه شان ستونزې يې څيړلې اوس له دغه ولايت څخه دناامنۍ له امله بل ځاى ته تللې ده .
داپه داسې حال کې ده چې دختکيو  ګروندګر په کندز ولايت کې دسږ  کال په بهير کې دخټکي حاصلاتو  دمناسبت بازاردنه شتون  له امله  شکايت درلود او له دولت څخه يې وغوښتل چې دخپلو  خټکيو  دحاصلاتو لپاره مناسب بازار پيداکړي .
  ختم_ شکريه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته