امنیت

په غزني او قندهارکې د چاڼيزوعملياتو په بهيرکې يو شمېر وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل باختر دليندي ديرشمه :
دملي اردو منسوبينو د هغو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې پرون دغزني ولايت په مربوطاتوکې ترسره شول؛ يو شمېر وسله وال طالبان ووژل شول .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دغو عملياتوکې چې د ډار اچوونکو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد دغزني ښار په مربوطاتوکې ترسره شول؛ د وسله والو طالبانو د ډلې يو شمېر غړي ووژل شول او يوشمېر نور يې ټپيان شول او يوه اندازه چاوديدونکي توکي او جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبر له مخې: د قندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې ددغو پوځونو د يو لړ نورو عملياتو په بهيرکې د وسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند يو شمېرکسان ووژل شول او يو شمېر نور يې ټپيان شول.
دغه راز دقندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو دمنسوبينو په چاڼيزوعملياتوکې د وسايطو ضدپنځه شپيته ماينونه چې د وسله والو مخالفينو له خوا نوي ځاى پرځاى کړى شوي و؛ کشف او شنډ کړى شول او يو موټرسايکل هم ترلاسه شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته