سیاست

د جمهوري رياست لومړى مرستيال: نوى حکومت به د افغانستان د ټولو پتمنو خلکو خدمتګار وي

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٢٧ :
د جمهوري رياست لومړي مرستيال سترجنرال عبدالرشيد دوستم نن د هېواد د بېلابېلو قومونو له سلګونو تنو عالمانو، روحانينو، مشرانو، سپين ږيرو، ښځو او ځوانانو سره د صدارت د ګلخانې په ماڼۍ کې وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دغو کتنوکې د بلخ ولايت د مشرتابه هيئت، په ملي شوراکې د دغه ولايت له يوشمېراستازو، د دغه ولايت د ولايتي شورا له غړو، مشرانو او مخورو، د بلخ ولايت  د کشنده ، زارع  او د شولګرې  د ولسواليو له مشرانو او سپين ږيږو سره، د لوى قندهار مشرانو او د مبارکې خرقې متوليانو ، عالمانو، روحانينو او مخورو، د آقچې د پنځه ګونو ولسواليو، دجوزجان ولايت دمرديان ، منګه جيک، فيض آباد او د خانقا  د ولسواليو خلکو او د جوزجان د پوهنتونونو استادانو، د جمهور رييس له لومړي مرستيال سره  د هېواد د حالاتو ، په افغانستان کې دسولې، ثبات  او امنيت د تامينولو او خلکو ته د کار د زمينو د برابرولو  په باب خبرې وکړې.
په دغو کتنوکې د هېواد د بېلابېلو قومونو څوتنو مشرانو او مخورو د نورو په استازيتوب  د جمهوري رياست دلومړي مرستيال په توګه دستر جنرال عبدالرشيد دوستم دټاکل کيدو له امله ده ته مبارکي وويله او وروسته يې په خپلو خبروکې په هېوادکې د سولې او ثبات د ټينګښت، له فساد اونشه يي توکو سره دمبارزې او په اړوندو ولايتونوکې په دولتي اداروکې اصلاحاتو په ګډون په ملي مسئلو باندې  ټينګار وکړ.
دوى دغه راز د خپلو دندوپه ترسره کولوکې د هېواد د مشرتابه  او د ملي وحدت د حکومت د برياليتوب هيله وکړه.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال په دغو کتنوکې  برخه والو ته ډاډ ورکړ چې  د ملي وحدت حکومت به په ټول جديت سره دافغانستان له خلکوسره خپلې ژمنې عملي کړي .
ستر جنرال عبدالرشيد دوستم وويل چې په هېوادکې د امنيت دتامينولو  او د سولې او ثبات د ټينګښت مسئله زموږ په کاري لومړيتوبونوکې ځاى لري ځکه سوله او ثبات  او امنيت په هر هېوادکې د ښې حکومتوالۍ يو شرط دى.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال د دغو کتنو برخه والو ته وويل چې افغانستان  د لوى خداى ( ج ) په  غوښتنه د سولې، آرامۍ  او پرمختګ په لور روان دى او موږ هوډمن يو چې د هېواد په ټولوکچوکې پراخ اصلاحات پيل کړو او زموږ خلک به يې شاهدان و اوسي.
ستر جنرال عبدالرشيد دوستم ټينګار وکړ چې د لوى خداى  (ج ) په توفيق زموږ د هېواد امنيتي ځواکونه له دښمن سره د مقابلې توان لري او نه پريږدي چې دښمن  خپلو ناوړوهدفونو ته  چې د هېواد د ولسواليو او ولايتونو نيول دي؛ ورسيږي .
د جمهوري رياست لومړي مرستيال د هغو بيځايه شويو کسانو  د بېرته ستنيدو په باب  چې د هېواد له شمال څخه  د قندهار او هلمند په ولايتونوکې  ژوندکوي؛ د لوى قندهار د مشرانو د وړانديز په باب يادونه وکړه چې زه په پتمنه توګه خپلو سيمو ته د هغوى د ستنيدو ملاتړ کوم او ډاډ ورکوم چې د دوى د ځمکې او املاکو د غصب په باب د هغوى ستونزې به د قومي جرګو له لارې حل شي.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال ددغو کتنو په پاى کې په انتخاباتوکې د هېواد د خلکو د پراخ ګډون له امله قدرداني وکړه او زياته يې کړه چې نوى حکومت به د افغانستان د تاسو ټولو پتمنو خلکوخدمتګار وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته