امنیت

د کامې ولسوال پر موټر چاودنه وشوه

کابل / د غبرګولي ۶ مه / باختر
نن سهار ۸ بجې او ۱۵ دقیقې د ننګرهار د کامې ولسوال پر موټر چاودنه وشوه چې پر ولسوال سربېره دوه ساتونکي یې هم ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي چې چاودنه د اتمې ناحیې اړوند دامان سیمه کې پر ولسوال شریف الله فضلي شوې ده چې ولسوال او دوه ساتونکي یې په کې ټپیان شوي دي؛ خو زیاتوي چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
د خوږیاڼي د معلوماتو له مخې؛ چاودنه په موټر پسې د نښلول شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.
تراوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته