فيض ابآد /باختر/ دچنګاښ ٣مه :
دبدخشان دامنيې قوماندانۍ دريزرف قطعې قوماندان نن شهيد شو.
دبدخشان دامنيې قوماندان وياند ثنا الله روحاني باختراژانس ته وويل چې ددغې قوماندانۍ دريزرف قطعې قوماندان سيدمحمد د ارګو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دماين په چاودنه کې شهيد شو او دپوليسو يو سرتېرى ټپي شو.
روحاني زياته کړه ؛ دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې ريزرف قطعې قوماندان په دې سيمه کې امنيتي پوستې کتلې.
پاىذ