روغتیا

ماشومان بايد په لومړيو شپږو مياشتوکې د مور په شېدو تغذيه شي

کابل/باختر/ د زمري ٩مه
د ماشوم د عمر په لومړيو شپږو مياشتوکې د مور په شېدو تغذيه ډېره ګټوره ده او هره مور بايد خپل ماشوم په خپلو شېدو تغذيه کړي .
دغه ټکى د عامې روغتيا وزارت د تغذيې رييسې ډاکترې مرسل مناتي نن له باختر آژانس له خبريال سره په مرکه کې بيان کړ. 
هغې وويل: ماشوم بايد د دوو کلونو لپاره د مور په شېدو تغذيه شي، د مور شېدې د ماشوم لپاره بشپړ خواړه دى.
ډاکترې مناتي د خپلو خبرو په دوام زياته کړه: د شېدې ورکوونکو مېندو د پوهاوي لپاره يو لړ پروګرامونه ترلا لاندې لرو. دغه پروګرامونه زموږ د همکارانو له لوري د ښار په بېلابېلو سيموکې د دې لپاره، په ښه توګه ميندو ته پوهاوي ورکړي چې خپل ماشومان په خپلو شېدو تغذيه کړي، عملي کيږي
هغې وويل چې د پوهاوي ورکولو پروګرامونه په وزارتونو، بابر بڼ، چهلستون بڼ او ښځينه بڼ کې عملي کېږي چې ميندې په دې پوهه شي چې د مور شېدې د هغوى د ماشوم لپاره ډېرې ګټورې دي.
هغې څرګنده کړه چې ميندې دې بايد خپل ماشومان د ژوندانه له لومړيو شېبو څخه په خپلو شېدو تغذيه کړي.
ډاکترې مناتي زياته کړه: ميندې دې بايد په دې پوه شي چې د ماشومانو لپاره د ميندو د شېدو ګټې زياتې مهمې دي او د شېدو پرځاى آن که چېرې اوبه هم خپلو ماشومانو ته ورنه کړي؛ ځکه د مور شېدې د ماشوم لپاره بشپړ خواړه دى. 
هغې زياته کړه: هغه مور چې شېدې نه لري؛ بايد ډاکتر ته مراجعه وکړي او که چېرې  مور په رواني لحاظ کومه ستونزه ولري؛ د مور په شېدو د تغذيې په برخه کې سلاکاران شته او له ميندو سره مرسته کوي او که چېرې  له جسمي پلوه ستونزه ولري؛ په هغه صورت کې له هغو وچو شېدو څخه چې د عامې روغتيا وزارت له خوا شرکتونه يې تاييد شوې وي؛ د خپل ماشوم لپاره کارولې شي.
ډاکترې مرسل مناتي زياته کړه: موږ د دې لپاره چې ميندې له بې کيفتو وچو شېدوڅخه استفاده ونه کړي؛ د هغوى اعلانونه مو له بوردونو څخه راټول کړل چې په دغه کار سره د مور په شېدو د تغذيې فرهنګ زيات رواج شي.
ختم-عطاالله -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته