امنیت

په جلال آباد ښارکې د بم چاودنه يو ماشوم ټپي کړ

 دجلال آباد ښار  باختر دتلې دمياشتې ٢ :
د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښارکې د يو بم د چاونې له امله يوه کوچنۍ نجلۍ ټپي شوه.
دغه چاودنه نن سهار په اته بجو او ديرشو دقيقو دجلال آباد ښار په مجبور آبادسيمه کې د يو کور  د دروازې په  وړاندې وشوه.
د ننګرهار د والي ويندوى احمدضيا عبدالزي دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په  دې پيښه کې يوه کوچنۍ نجلۍ ټپي شوې ده.
طالبانو د دغې پيښې د عاملينو د هويت په باب بې خبري څرګنده کړې ده، خو په جلال آباد ښارکې يو سيمه ييز مسوول وايي چې وسله وال طالبان ددغه بم ايښودنې طرحه کوونکي دي.
ده وويل: ددغه کورخاوند همايون په وار وار د وسله والو طالبانو له خوا په مرګ ګواښل شوى و.
ويل کيږي چې دغه سړى هيڅ دولتي دنده نلري او په بازارکې په کاروبار بوخت دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته