امنیت

په هرات کې د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان د خپلو پنځلسو تنو افرادو په ګډون ووژل شول

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٤
د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان له پنځلسو تنو افرادو سره يې تېره شپه د ناټو په هوايي بريدکې ووژل شو.
په ملا عبدالرحمن د اوبې ولسوالۍ بازارته څېرمه په خپل پټنځي کې د ناټو د جنګي الوتکو له خوا بريد وشو او ووژل شو.
دغه قوماندان په څو وروستيو کلونوکې د هرات ولايت په ځينو سيموکې د زياترو تروريستي بريدونو پلان جوړونکى بلل کيږي.
د هرات ولايت په ځينو سيمو کې بمي او د ماينونو بريدونه او دلسګونو تنو پوځيانو او د قومي مشرانو ترور او وژنه د ملا عبدالرحمن په لارښونه ترسره شوي دي.
دغه راز ويل شوي دي چې دغه قوماندان د پاکستان د استخباراتو د سازمان (آى.آس. آى) او د ځينو نورو هيوادونو له خوا د افغانستان په لويديځ کې د اوبو د ډير ستر او مهم بند (سلما) د جوړولو د کار او له هغه څخه د استفادې دبهير په ګډوډولو ګومارل شوى و.
د هرات ولايت يوه امنيتي مقام د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې هوايي بريدکې د وسله والو طالبانو د ډلې قوماندان ملاعبدالرحمن له پنځلسو تنو افرادو سره يې وژل شوى دى.
د دغه امنيتي مقام د څرګندونو له مخې: دغه قوماندان د يو لړ تروريستي بريدونو په طرحه کولو بوخت و چې بريد پرې وشو او ووژل شو.
د هرات ولايت سيمه ييز مقامات تاييدوي چې ملا عبدالرحمن د پاکستان د استخباراتو د سازمان او د ځينو نورو هيوادونو له خوا د سلما بند د جوړولو او له هغه څخه د استفادې د بهير په ګډوډولوګومارل شوى و. هغه بند چې له امنيتي ګواښونو سره سره د جوړولو کار يې د هندوستان له خوا بشپړ شو او له هغه څخه په استفادې سره به د افغانستان دولت او د هيواد په لويديځ کې بزګرانوته زياته ګټه ورسيږي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس ډاکتر اشرف غني احمدزي په دې وروستيو وختوکې پوځي قوماندانو ته لارښونه وکړه چې له سلما بند څخه د ګټې اخستنې لپاره امنيتي ګواښونه لرې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته