امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان په کندز کې ووژل شول .

کابل باختر دوږي شلمه
دوه تنه وسله وال طالبان  دکندز ولايت دخان اباد ولسوالۍ  په مربوطاتو کې نن دملي اردو دځواکونو دهوايي بريد له امله  ووژل شول .
  د ٢٠٩ شاهين قول اردو دمطبوعاتو  مسوول جګړن نصرت الله  جمشيدي دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې دغه هوايي بريدونه دکندز ولايت دخان اباد ولسوالۍ داقتاش  دبابه کرخيلو ، جنګل باشي او دجنت باغ په کليو کې  ترسره شول چې له امله يې  دوسله والو طالبانو د ډلې يو سيمه ئيز قوماندان ملا تاجو له يوبل  طالب  سره ووژل شو او  درې تنه نور طالبان سخت ټپيان شول .
  ختم_ عطاالله – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته