اقتصاد

په ايبکوکې درې ټولګټې پروژې پرانستل شوې

کابل باختر دسلواغي اته ويشتمه
د سمنګانو ولايت په مرکز ايبکوکې درې ټولګټې پروژې د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيا د ادارې په مالي مرسته بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې .
د ايبکو ښاروالۍ د تخنيکي برخې آمر انجنيرعبدالشکور باخترآژانس ته وويل: په دغوپروژوکې په بندر سيمه کې د مسافروړونکو وسايطو د دوو تمځايونو او د ايبکو ښار د مامورينو دکارتې په سيمه کې دفوتسال ديو ورزشي ډګر جوړول شامل دي.
  د ده دڅرګندونوله مخې: په دغو پروژوکې څه دپاسه څوارلس مليونه او درې سوه زره افغانۍ لګيدلې دي چې د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيا د ادارې له خوا تمويلې شوې دي.
ددغو پروژو په جوړولو سره د هغو وسايطو لپاره مناسب ځاى چې د مزارشريف او کابل ترمنځ تګ راتګ کوي او هم ورزشکاروځوانانوته لازمې اسانتياوې برابرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته