سیاست

په ټاکنو کې له ټکنالوژۍ څخه د استفادې په اړه د بحث په موخه غونډه جوړه شوه

 کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې٢٩ مه
ټاکنو ته د چمتو والي د غونډو په لړ کې پرون مازدیګر د پولی تخنیک پوهنتون د ټکنالوژۍ او برېښنایي تذکرو د وېش ادارې له متخصصینو سره په ارګ کې غونډه جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې پرجمهوررئیس سربېره د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمدسرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د مالیې وزیر، د ټاکنو خپلواک کمېسیون رهبري، د جمهوري ریاست د دفتر عمومي رئیس، د برېښنایي تذکرو د وېش ادارې ځینو مسوولینو او د مرسته کوونکو هېوادونو استازو هم حضور درلود، د ټاکنو خپلواک کمېسیون رهبري په ځانګړي ډول د دې بنسټ د وروستي کاري پرمختګ په اړه معلومات ورکړل.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رهبرۍ څرګنده کړه چې په راتلونکو ټاکنو کې له نوې ټکنالوژۍ څخه ګټه پورته کېږي  او د دې بهیر د اسانتیا لپاره د برېښنایي تذکرو د وېش ادارې او د پولي تخنیک پوهنتون له استادانو سره مفصلې خبرې شوې او په دې برخه کې ښه ظرفیتونه موجود دي.
ګډونوالو په خپلو ویناوو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون کاري پرمختګ وستایه او د دندو پر وېش یې ټینګار وکړ. دغه راز زیاته شوه چې د برېښنایي تذکرو د وېش اداره او د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې له شته ظرفیتونو او زیربناوو څخه موثره ګټه واخلي.
د غونډې ګډونوالو وویل، د ټاکنو د ترسره کولو نېټه ډېره مهمه ده او دقیق پلانونه باید ترتیب کړو چې شته فرصتونه ضایع نه شي. ویناوالو په مشترک ډول د ټاکنو د بهیر پر روڼتیا او د ټاکنو د بودجې پرلګښت ټینګار درلود.
په غونډه کې د ټاکنو د مالي سرچینو د تامین په اړه هم خبرې  او پرېکړه وشوه چې د مالیې وزارت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې له مرسته کوونکو هېوادونو سره د مالي سرچینو د تامین لپاره خبرې اترې وکړي.
ګډونوالو د کمېسیون د اړتیا وړ او لوژستیکي وسایلو د خریدارۍ بهیر پر رونټیا ټینګار وکړ.
د مرسته کوونکو هېوادونو استازو د افغانستان د ټاکنو د هراړخیر ملاتړ تر څنګ د ټاکنو د ترسره کولو لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون کاري پرمختګ د قدر وړ وباله.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته