امنیت

دوه تنه په خوست کې له نشه يي توکو او جنګي وسایلو سره ونیول شول

٥٧- کابل / د مرغومي ۲ / باختر
پولیسو په خوست کې د یوه اندازه نشه يي توکو او جنګي وسایلو د کشفولوخبر ورکړ.
د دغو نشه يي توکواو جنګي وسایلوپه اړه دوه تنه نیول شوي دي.
د خوست د امنیې قوماندانۍ مسوول جنرال محمد داوود امین په یوه غونډه کې د باخترآژانس خبریال ته وویل چې له دغو کسانوڅخه څو کیلو چرس،ښېښه ، لاسي بمونه، څلور تومانچې او نورجنګي وسایل ترلاسه شوي ډي.
دغه کسان د تېرو دوو ورځو کې د خوست ښآر د پلټنې په بهیر کې د نشه يي توکواو جنګي وسایلو د لېږدولو په وخت ونیول شول.
پولیس وايي چې له نیول شویوکسانوڅخه څېړنې دوام لري.
پای -ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته