سیاست

د ملي دفاع سرپرست وزیر د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیرې سره وکتل

کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ۵ مه
د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد پرون د دوست هېواد هندوستان د بهرنیو چارو له وزیرې مېرمن سوشماسوراج سره په نوي ډهلي کې وکتل.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګډې همکارۍ هر اړخیزې خبرې وشوې. د ملي دفاع وزارت سرپرست د دوست هېواد له هغو مرستو څخه چې د افغانستان له دولت، په ځانګړې توګه د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره یې په بېلابېلو برخو کې تر سره کړې دي؛ مننه و کړه او د هندوستان له هېواد څخه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په بېلابېلو برخوکې د لا زیاتو مرستو غوښتوونکی شو.
دغه راز د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خپل هېواد د مرستو په دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې هېواد یې له افغان ملي پوځ سره هر ډول مرستو ته چمتو دی. #
پای – ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته