ورزش

دداشي هارا کارتي په سياليو کې دپروان داطلاعاتو او فرهنګ رياست دځوانانو دامريت ټيم اتل شو

کابل باختر دمرغومي  دري  ويشتمه

 دپروان ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست دځوانانو دچارو دامريت ټيم په دغه ولايت کې دداشي هارا کاراتي اتل شو .

 دغه سيالۍ دپجنشبې په ورځ دنهو ورزشي کلپونو ديو سلو اتيا ورزشکارانو ترمنځ دپروان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دځوانانو دآمريت له خوا  پيل شوې وې .

  دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې، دپروان ولايت دځوانانو دامريت ټيم په دغو سياليو کې په زياتو نمرو  سره وکولاي شول داتلولي جام وګټي .

 په دغو سياليو کې دجبل السراج اوګلبهار ولسواليو ټيمونه په ترتيب سره دويم او دريم مقامونه وګټل .

 دپروان ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست دځوانانو دچارو آمر حکيم باوري وايي دغه سيالۍ په پروان ولايت کې دداشي هاراکاراته  ورزش  دودې او ددغې ورزشي برخې دغوره روزشکارانو دټاکلو په مقصدپيل شوې وې 

 په پاى کې برخه والو ټيمونو ته کپونه او سوغاتونه ورکړل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته