امنیت

نولس تنه تروريست طالبان له دووتنو بهرنيو قوماندانان سره يې دفارياب په المار ولسوالۍ کې ووژل شول .

کابل باختر دسلواغې  يوولسمه :
ددوو تنو بهرنيو قوماندانانو په ګډون نولس تنه وسله وال تروريست طالبان دفارياب ولايت په المار ولسوالۍ کې دملي اردو دځواکونو دعملياتو په بهير کې  ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دملي اردو ځواکونو په تيرو دوو ورځو کې دفارياب ولايت دالمار  ولسوالۍ په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې ددوه بهرنيو قوماندانانو په ګډون  نولس تنه وسله وال تروريست طالبان ووژل شول .
په دغو عملياتو کې دغه راز اته ويشت تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول، يوه اندازه وسلې او ددرندو وسلو مهمات او پوځي  تجهيزات هم ترلاسه شوي دي.
دطالبانو درې تنه قوماندانان له يوې اندازې مهماتو او سپکو وسلو سره ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته