کابل باختردزمري دمياشتې ٢٥نيټه :
دننګرهارولایت مرکز دشپږمې ناحیې اړونده مولوی خالص اوسیاف فامیلیو سیموکی دقهرسیلاب څلور نمبر(۷) په نامه ګډ چاڼیزعملیات چی ددغه ولايت مرکزجلال آباد ښار دامنیت د لا ښه والی ، ښه حکومت والی ، دقانون تطبیق ، دولسوالیوشورا او ولسی جرګی انتخاباتو ته د زمینی برابرولوپه موخه دملی اردو، ملی پولیسو ، عامه نظم ، سرحدی قواوو اوملی امنیت منسوبانو په ګډون د ۲۰۱ سیلاب قول اردو دڅلورمی پلی لوا په مشری څه موده وړاندی پیل شوی چی د دوام په ترڅ کی یی په تیرو ٢٤ساعتونوکی يو کلاشینکوف ۳ تومانچې يو دوربین او دسپکووسلو ۱۵۰ ډول ډول ګولۍ دامنیتی ځواکونولاسته ورغلی دی.
دغه عملیات په بریالیتوب سره پرمخ روان دی.
ددغوعملیاتو د دوام په ترڅ کی کومه وسلواله نښته نه ده رامنځته شوی
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل