سیاست

اجراییه رییس د کابل – ننګرهار په لويه لار د ملي اردو پوستې وکتل

کابل باختر د سلواغې پنځمه
د هېواد اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله تير ماښام د کابل – ننګرهار په لويه لارکې د ملي امنيتي ځواکونو پوستې وکتلې.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
اجراييه رييس د امنيتي ځواکونو دحالت پوښتنه وکړه اود هغوي ستونزې يې واورېدې او د امنيتي ځواکونو سر ښندنې يې وستايلې.
اجراييه رييس وويل سره له دې چې داعش په يوې نړيوالې پديدې اوښتې خو د افغان امنيتي ځواکونو په قربانيو او اتلوليو يې په افغانستان کې پروګرامونه له ماتې سره مخ او په خپلو موخو کې ناکام شوي دي.
اجراييه رييس وويل داعش او طالبانو په ختیځواود هلمند، فراه او زابل په ولایتونو کې درنې ضربې خوړلي او تلفات يې ورکړي.
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، دا یوه نمونه ده، چې په دې باران کې افغان سرتېري له خپلې خاورې او هېواد څخه دفاع کوي او د امنیت د تامین لپاره په ډېرو لوړو او سړو سیمو کې په سنګرونو کې ويښ دي او دندې ترسره کوي.
هغه وویل، افغان امنیتي ځواکونه په خپلو مېړانې او سرښندنو سره خدمت ته چمتو دي او ټول حکومت یې ملاتړ ته ژمن او چمتو دی.
اجرائيه رئيس وویل: زما د راتګ یو دلیل دلته دا و، چې د خپلو امنیتي ځواکونو له معیشتي حاله خبر شم. له نیکه مرغه دوی کوم شکایت نه درلود. خو موږ هڅه کوو چې د شهیدانو کورنیو، ټپيانو او هم خپلو سربازانو ته په وخت سره رسیدګي وشي او د هغوی ستونزې حل شي.
د اجرائيه رئیس په وینا، چې د امنیت تامینول د امنیتي ځواکونو او خلکو ترمنځ ښې همکارۍ او ملاتړ ته اړتيا لري.
ده زیاته کړه، چې د سولې لپاره د افغان حکومت پالیسي روښانه ده او د خبرو اترو دروازې پرانیستي دي؛ خو طالبانو له دې فرصت څخه د ګټې اخیستلو پر ځای د جګړې لاره غوره کړې او فکر کوي، چې له دې لارې به بریا ته ورسيږي، چې دا یوه ناکامه تجربه ده.
د ګاونډي هېواد له لوري له طالبانو څخه د ملاتړ دوام د دې لامل شوی، چې په افغانستان کې جګړه دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته