امنیت

يو ځوان په تخار کې ووژل شو .

کابل باختر د تلي اتلسمه :
يو ځوان هلک  تيره شپه  په تخار ولايت کې په يوه جګړه کې ووژل شو او ورور يې ټپي شو .
دتخار ولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير باختراژانس ته وويل  چې دغه جګړه  دتالقانو ښار په مربوطاتو کې ددوو کورنيو ترمنځ  ونښته  چې په  نتيجه کې يې يو ځوان ووژل شو او ورور يې ټپي شو .
اسير زياته کړه چې ددغې پيښې علت  تراوسه پورې نه دى روښانه شوى او دقضيې عاملين له ساحې څخه تښتيدلي دي او پوليس  دهغوى دنيولو په لټه کې دى .    ختم_ ج _ اکرم                                     

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته